د هېواد د زعفرانو او کروندګرو ټولنه وایي چې سږکال په هرات کې د زعفرانو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي. د دغې ټولنې د شمېرو پر بنسټ، تمه ده سږکال هرات کې نږدې څلوېښت ټنه زعفران راټول شي. که څه هم په هېواد کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي، خو د زعفرانو یو شمېر کاروباریان وایي چې له هېواده بهر د دغو سرو زرو د صادرولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د زعفرانو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې، هرات کې د زعفرانو د ګل کلنی نندارتون جوړ شوی، چې ګڼې مېرمنې هم په کې حضور لري. په دغه ولایت کې د زعفرانو څه باندې اتیا سلنه کښت، راټولول او چمتو کول، د ښځو او نجونو له لوري کیږي. د افغانستان زعفران په نړۍوال بازار کې خورا زیات پېرودونکي لري. هندوستان، کاناډا، سعودي عربستان او اسپانیا سږکال د هېواد د زعفرانو ستر پېرودونکي هېوادونو وو. په تېر یو کال کې، د افغانستان څه باندې شل ټنه زعفران چې ۲۱ میلیونه ډالره ارزښت لري، دغو هېوادونو ته صادر شوي دي.
































