د فاریاب د قیصار ولسوالۍ بڼوال وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال سخت ژمي او سږکال وچکالۍ له امله د ممیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دوی په وینا، د ممیزو بیه هم ۴۰سلنه رالوېدلې دي. د قیصار ولسوالۍ بڼوال وايي، تېر کال یو من تور ممیز په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل؛ خو سږکال یې بیه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې. فاریاب کې د ممیزو سوداګر بیا وايي، د تېرکال په پرتله د قیصار ولسوالي د ممیزو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی، خو په وینا یې، د افغانيو ارزښت د لوړوالي له امله بيې ډېرې توپير نهلري او دا د بڼوالو په ګټه دی. د فارياب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مرستيال نورالهدا متوکل تاییدوي چې د تېر کال سوړ ژمي او روان کال وچکالۍ د مميزو په حاصلاتو کې ٥٠ سلنه کموالى راوستی دی.
































