د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۷ مې نېټې د امريکا په سانفرانسیسکو کې د اېپيک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مه غير رسمي غونډه کې مهمه وینا وکړه.
نوموړي وويل، مونږ باید د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو پر اصلي هدف ټينګار وکړو، په مسئولانه توګه د زمانې غوښتنې دې پوره کړو، د پوتراجايا لرلید سند په هراړخيزه توګه دې عملي کړو، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک پرانیستې، حياتي، قوي او سوله ييزه ټولنه دې جوړه کړو او د دغې سيمې د خلکو او اولادونو د ګډې سمسورتيا لپاره دې هڅې وکړو.































