په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو ایستل دا ګواښ رامنځه ته کوي چې د افغانستان روان بشري بحران نور هم پراخ شي. دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې ډېری راستنېدونکي کډوال نه کار- روزګار لري او نه د اوسېدلو ځای. ملګرو ملتونو ویلي، چې پاکستان داسې مهال دا اقدام وکړ چې ژمی راروان دی او زیاتوي چې دا پرېکړه تردې په بد وخت کې نه شوای کېدلی.
































