له کندهار څخه تر دې دمه څه باندې ۴۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست وايي، سږ کال تر دې دمه له کندهار څخه پاکستان، هندوستان او قزاقستان هېوادونو ته ټول ټال ۴۸ زره ۳۸۰ ټنه انار صادر شوي چې له درکه یې څه کم شل میلیونه ډالره ګټه تر لاسه شوې ده. په ورته وخت کې د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د ۲۸۰ زره ټنه انارو د حاصلاتو راټولولو اټکل شوی دی. بل لور ته د انارو سوداګر وايي، د انارو حاصلات ډیر دي، خو له سرپرست حکومت څخه د صادراتو په برخه کې د یو شمېر ستونزو د هوارولو غوښتنه کوي.
































