د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفانو دوچاریک په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغانستان لپاره راتلونکې غونډه به د ډسمبر په میاشت کې د قطر په پلازمېنې دوحه کې جوړه شي، خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تېره غونډه هم د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې په قطر کې جوړه شوې وه، او ملګرو ملتونو ویلي و چې د بلې راتلونکې غونډې لپاره هم تابیا نیسي، خو نېټه یې ورته نه وه څرګنده کړې.
































