امریکا پر روسیې تور لګولی، چې د سپوږمکیو ویشتونکی توغندی یې په فضا کې ازمویلی. واشنګټن وېره څرګنده کړې ده چې ښايي روسیه د دې توغندیو په وسیله د امریکا او د امریکا د متحدانو مهمې سپوږمکۍ وګواښي. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د جولای په ۱۵مه یوې کوچنۍ فضايي بېړۍ خپله یوه سپوږمکۍ د ځانګړو تجهیزاتو په وسیله تفتیش کړه، خو متحده ایالاتو پرون وویل چې دې بېړۍ یو بل ماموریت درلود. د امریکا د فضايي ځواک د فضايي قرارګاه قوماندان جنرال جان رایموند وویل، د روسیې د سپوږمکیو دا سیستم چې د ځمکې په مدار کې د ګرځنده وسلو د ازموینو لپاره کارول کېږي هماغه سیستم دی چې موږ د روان کال په پیل کې هغه مهال چې د امریکا د حکومت یوې سپوږمکۍ ته نږدې شوه د هغو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.
































