د زابل امنیتي مسوولینو د یاد ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په سنګر مانده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۹ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر ویلي، چې دغه پېښه د یو فلډرموټر د چپه کېدو له امله رامنځه شوې، چې په پایله کې یې ۹ تنه ټپیان شوي دي. نوموړی وايي ټپيان درملنې لپاره پر وخت روغتونونو ته رسول شوي دي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د یادو ټپيانو له ډلې د څلورو تنو روغتیايي حالت خراب بلل شوی او د درملنې په موخه د کندهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
































