د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف مرستندویه ادارې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د څلورو شبکو چارې بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. چارواکي وايي، دغه شبکې چې له امله ۸۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوي، چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ځايي اوسېدونکي د دې پروژو څخه خوښي څرګندوي او په خپلو سیمو کې د لا نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.
































