د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي چې اسلام اباد نږدې څلور لسیزې د افغان کډوالو دروند بار په غاړه اخیستی، چې د دوی شتون د پاکستان پر اقتصاد او کلتور ژوره اغېزه کړې. علوي د امریکا غږ له اردو څانګې سره په خبرو کې د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان له پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې. پاکستان د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده کډوالو ته د اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې ضرب الاجل ټاکلی و چې له دغه هیواده ووځي، خو د کډوالو د اېستلو بهیر بیا د نومبر میاشتې له لومړیو څخه ګړندی شو.
































