د سوېل ختيځ زون د شپږو ولايتونو او د کوچيانو قومي مشرانو ټينګار کړی چې د سولې پروسه دې رښتينې او ګړندۍ شي. د سوېل ختیځ زون پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، غزني میدان وردګ ولایتونو او د کوچیانو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ناسته کې د هېواد روان حالت خورا بحراني او د نه منلو وړ وباله او ویې ویل چې د سولې پروسه دې چټکه شي. دوی چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې راټول شوي وو، نیوکه وکړه چې د حکومت ځیني کسان د سولې پروسې او مخامخ خبرو د پيل پر وړاندې خنډونه جوړوي چې په خبره يې باید مخه يې ونیول شي. د پکتیا قومي مخور ډاکتر نعیم احمدزي وویل چې پر جګړو سربېره د حکومتولي خرابېدو او د اداري فساد زیاتېدو له امله خلک سخت غوسه او خواشیني دي.
































