د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې د روان کال د تلې په میاشت کې له هېواده د ۲۵۰،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۷۸۹،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي. دغې ادارې پر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د تېر کال د تلې میاشتې په پرتله له هېواده په صادراتو کې سږ کال ۱۰،۳ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې چې د روان کال په تلې میاشت کې پاکستان، چین او هند ته ډېری توکي صادر شوي دي.
































