ټولګټو وزارت وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پلچکونو د جوړېدو چارې روانې دي. د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي. د ثاني په وینا، د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د «۷۷ په نوم کمپنۍ» له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا مهال زابل کې د لسو پُلونو د جوړېدو چارې روانې دي. د یادې لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکي وايي، خوښ دي چې کلونه وروسته پر دې لویه لاره ویجاړ شوي پُلونه او پلچکونه جوړېږي. د دوی په وینا، د دې پُلونو او پلچکونو په جوړېدو سره به ټرانسپورټي برخه اسانتیاوې رامنځته شي.
































