د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو شمېر زلزله ځپلي وايي، دویم ژمی را روان دی، خو لا یې هم د سرپناه ستونزه نه ده حل شوې او زیاتره کورنۍ په خېمو او تل خونو کې سختې ورځې شپې تېروي. زلزله ځپلي وايي، د سرپناه د نشت له کبله یې په تېر ژمي کې ماشومان او سپین ږيري په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو او ځینې خو زیات ساړه او ناروغیو مړه کړي هم دي. د ګیان ولسوالۍ د ولسوال مرستیال محمد تلوار وایي، د ۱۴۰۱ کال د اوړي زلزلې څه د پاسه اووه زره کورونه ویجاړ کړي وو چې ځینې یې لا هم نه دي جوړ او خلک له سرپناه پرته ژوند کوي. د پکتیکا ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي د ژمي لپاره د لنډمهاله سرپناه غوښتنه کوي او دغه راز له اړونده ادارو غواړي چې د سون توکو او نورو ژمنیو اړینو توکو په برخه کې مرسه ورسره وشي.
































