د ماشومانو خونديتوب نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره د افغان کډوالو په تېره بیا د هغو ماشومانو ترمنځ چې له پاکستانه افغانستان ته راستنيږي، د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو خبر ورکړ. دغه سازمان ویلي، هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي د ساري ناروغیو نښې لري او دا ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي. د دغه سازمان د معلوماو له مخې نس ناستی یوه له هغو جدي ستونزو څخه ده چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د استوګنې په ناڅاپي پنډغالو کې د کډوالو ماشومانو په منځ کې لېدل شوې او دغه ناروغي چې د مناسبې تغذیې او د روغتیایي حفظ الصحې د نشتوالي له امله رامنځته کیږي، په چټکۍ سره خپریږي. دغه سازمان ویلي چې، تنفسي ناروغۍ له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو ترمنځ بله ستونزه ده چې په پراخه توګه لیدل کیږي، ځکه چې کډوال تر ډېره د دوړو او توپانونو، ککړو سرپټو پناه ځایونو او د نورو ناروغانو ترمنځ د پاتې کیدو او سړې هوا له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي.
































