د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د یو شمېر هغو پاکستاني دیني عالمانو چې څو ورځې وړاندې یې د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه ملاتړ کړی و، په کلکو ټکو وغندله. منظور پښتین پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، ځینو پاکستاني دیني علماوو د عاصم منير د رضایت په خاطر له افغانانو سره د روان ظلم او جبر ملاتړ اعلان کړ، د ظلم او ظالم په ملګرتيا کې د الله تعالى رضا نه وي خو دوی د جنرال رضا ته وکتل. نوموړي ویلي، پاکستان تل د پښتنو افغانانو د بربادۍ له پاره د جنرالانو احکامات منلي دي. پاکستاني عالمانو د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه د ملاتړ په څرګندولو سره له سرپرسته حکومته غوښتي چې د امنیتي اندېښنو د حل له پاره ګام اخلي.
































