په داسې حال کې چې د ۶۰۰ طالب بندیانو نه خلاصون د بین الافغاني خبرو لپاره یوازینی خنډ بلل کیږي، د افغانستان د چارو یوه کارپوه درېیمه لاره وړاندیز کړې ده. د افغانستان د چارو امریکایي کارپوه بارنیټ روبین وایي، د افغان سولې خبرو کې د بن بست ماتېدو لپاره دې پاتې بندیان درېیم ګړي لوري ته وسپارل شي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، د بندیانو له تبادلې پرته د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ممکن نه دی او اړتیا ده چې دواړه لوري په دې برخه کې ځینې اقدامات ترسره کړي. بارنیټ وايي د سولې خبرې باید په یوه داسې ځای کې پیل شي چې ټول لوري ورته رسیدګي وکړي او په دې برخه کې موثر وي. هغه وايي د سولې خبرو تر پیل وړاندې د جګړې د شدت تمه بېځایه ده، ځکه په وینا یې ټول لوري هڅه کوي پر یو بل فشار جاري وساتي.
































