د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو یوې ډلې په یوه احتجاجي لاریون کې د افغان کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د اېستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د دې لاریون جوړونکو د افغان کډوالو اېستل د کرکې ډک او نا مسولانه بللي دي. د بشري حقونو د فعالانو دغه لاریون پرون په کراچې ښار کې تر سره شو. د کډوالو د حقونو دغه ډله وايي، پاکستان باید د افغانستان په بې ثباته کولو او د میلیونونو خلکو ژوند په خطر کې اچولو کې خپل رول ومني. دغه بنسټ زیاتوي چې له اکتوبر میاشتې راهیسې تر درې لکه ډېر افغان کډوال په زور له پاکستانه اېستل شوي. د کډوالو لپاره د عمل ګډې کمېټې د پاکستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د کډوالو د اېستلو او ناقانونه نیولو بهیر سملاسي ودروي او د نیول شویو کډوالو له پاره دې د دغه هیواد له اساسي قانون سره سم د آزادې محکمې زمینه برابره کړي.
































