د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک د قانون له مخې یې په ننګرها ولایت کې ۱۱۸ میلیونه او ۸ لکه او ۵۵ زره زاړه افغان بانکنوټونه سوځولي دي. د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په سوځول شویو پیسو کې له یوګون څخه نیولې تر زرګون پوري بانکنوټونه شامل وو. د خبرپاڼې له مخې، د دغه بانک مرستیال نوراحمد اغا د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي څو په خپلو ورځنيو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي او د بانکنوټونو سمې ساتنې ته دې پاملرنه وکړي. هغه زياته کړې، چې د بانکنوټونو ساتنه د ټولو هیوادوالو ملي دنده ده او ټول بايد د دغه مسوليت په ترسره کولو کې ونډه واخلي.
































