مالیې وزارت په بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې د نوي سیسټم له پرانیستو خبر ورکوي. د مالیې وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د افغانستان بانک له خوا نوی جوړ شوی د (ای سي اس اس) سیسټم، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک (CBS) سیسټمونو سره په اسانۍ نښلېدای شي. مالیې وزات همدارنګه لیکلي چې دغه سیسټم په نړۍوالو سټنډرډونو برابر او امنیتي برخه یې بشپړ خوندیتوب لري؛ چې د مالیې وزارت د ملي عوایدو، دولتي کارکوونکو ته د معاشونو د اجرا او بانکي برخو لپاره به مثبتي پایلي ولري او په اړوندو برخو کي به لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او اسانتیاوي رامنځته کړي.
































