په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازي ارمان یسین طائف د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې دواړو لورو په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي او د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په دې لیدنه کې د قزاقستان د مشهورو شرکتونو د معرفي کولو، له افغان لوري سره د دواړو هېوادونو له لارې د مالونو د ترانزیټ د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د سوداګرۍ ویزو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
































