د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وايي، افغان ښځې ستر اقتصادي ظرفیت لري او د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ لپاره خورا مهمې دي. نوموړې دا خبره پرون پر خپلې ټویټر پاڼې د ښځینه متشبثینو د ورځې په مناسبت وکړه. هغې په کابل کې د بي بي خدیجې په نوم د ښځو له خوا د یوه جوړ شوي نندارتون ملاتړ کړی او د هغوی کارونه یې ستایلي دي. ډېکر زیاته کړې چې افغان مېرمنې زياتو فرصتونو او بازارموندنې ته اړتيا لري. د بي بي خديجې نندارتون چې څو ورځې مخکې پيل شوی وو نن پای ته رسیږي.
































