د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ په دریو کلیو کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۳۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې. د يادو کورونو د پرانیستې پر مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او د هرات د زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون وياند احمدالله متقي وویل، چې دغه کورونه به د ۴۰۰ میلونو افغانیو په لګښت د ۴۵ ورځو په موده کې جوړ شي. نوموړي زیاته کړه، په پام کې وه چې د هرات زلزله ځپلو ته ۲۱۴۶ کورونه جوړ شي، خو د اړتیا له مخې دا شمېر ۲۲۶۳ کورونو ته لوړ شوی او اوسمهال هم د یاد ولایت په ۴۰ سیمو کې د کورونو د جوړولو چارې روانې دي. په همدې حال کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وویل، چې سرپرست حکومت ورسره کړې ژمنې پوره کوي او په زلزله ځپلو سيمو کې د کورونو تر جوړېدو وروسته په نورو سيمو کې هم د کورونو سروې او د اړتيا په صورت کې به ورته کورونه جوړ کړي.
































