د «امان لارا» په نوم يوه کاناډايي سازمان افغانستان ته د هغو شپږو افغانو کورنیو د استولو خبر ورکړ چې کاناډا ته د لېږدېدو په تمه ول. د دغه سازمان د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان کاناډا ته د لیږدولو په تمه دي. امانلارا هغه نا پېیلی سازمان دی چې له کړکیچنو هیوادونو څخه کاناډا ته له ګواښ سره مخامخ او وړ کسان لیږدوي. دغه سازمان له پاکستانه له اېستل شويو افغان کډوالو غوښتي چې دغه سازمان سره اړیکه ونیسي چې له افغانستان څخه د هغوی د لیږد په برخه کې کار وکړي. امان لارا اټکل کوي چې شاوخوا ٢٥٠٠ افغانان چې د کاناډا له حکومت سره يې کار کاوه په پاکستان کې دي او کاناډا ته د لېږدېدو په تمه دي.
































