د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې په دغو کډوالو کې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون له پاکستان څخه افغانستان ته د اېستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه خپل دویم راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي، چې د نومبر له ۱۱مې راهیسې درې لکه ۲۷ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو کډوالو ۶۰ سلنه یې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان دي. دغه سازمان دا هم لیکلي چې د خپلو همکارانو په مرسته یې د نومبر تر ۱۴مې پورې ۵۱ زره ۴۹۴ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
































