د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شرطونه بیا په ډاکه کړل. خلیلزاد ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي. نوموړي دا څرګندونې د امریکا د سولې انسټیټوت په یوې غونډې کې وکړې. خلیلزاد په خپلو خبرو کې د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لیک، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون مهم عناصر یاد کړل. ده ویلي، چې له دې سره سره چې تر اوسه د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی خو لا هم د افغان حکومت لخوا د ځینې بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې په لار کې دوه ستر خنډونه دي.
































