د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو څخه تر دې مهاله دغه زندان ته ۱۳۴۵ تنه مجرمین ور وړل شوي، چې له ډلې يې ۱۱۶۵ تنه زندانیان بېرته آزاد او دوسيې يې حل شوې دي. د دغه ولایت د محبس رییس سهیل سعید ویلي، چې دا مهال په یاد زندان کې د ۱۵ ښځينه وو په ګډون ۱۸۰ تنه زندانیان شتون لري، چې دوسيې يې تر څېړنو لاندې دي. د سعید په خبره تر دا مهاله د هېڅ زنداني دوسیه نه ده ځنډېدلې او په خپل وخت طی مراحل کېږي. نوموړی ډاډ ورکوي، چې زندانیانو سره د هر راز زور زیاتي مخنیوی شوی او هغوی لپاره د حرفوي، دیني او عصري زده کړو ورکولو ترڅنګ ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
































