د سوېلي وزریستان انګور اډې مشرانو تېره ورځ ناوخته د یوې احتجاجي راټولېدنې پر مهال پرېکړه کړې چې د انګور اډې او برمل تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ او ويزه نه مني او د پخوا په څېر به په عادي ډول تګ راتګ کوي. له تېرو درې ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره د تګ راتګ په مخ تړلې ده. له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي. تر هغه وړاندې به په دغه لاره تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده. تازه د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو هم وروسته له هغې اعتراضي غونډه کړې چې له تېرو درې ورځو راهیسې پرې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره تړلې ده. د انګور اډې اسېدونکو ګواښ کړی که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزه خبره جبري کیږي دوی به هم ځینې ګامونه واخلي.
































