د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې تازه د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه ولایت په لرو پرتو څلور ولسوالیو کې د ناروغانو پر مخ څلور روغتیايي مرکزونه پرانېستل کېږي. د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس زرک ځېرک ویلي، چې دغه څلور مرکزونه به په نرخ، جلرېز، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې فعاله شي. نوموړي زیاته کړه چې یاد روغتیايي مرکزونه به د ولسوالۍ په کچه ناروغانو او ناروغلرونکو ته معیاري خدمات وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، دوه کاله وړاندې میدان وردګو کې ۷۷ روغتیایي مرکزونه د ناروغانو او ناروغلرونکو پر مخ پرانېستل شوي وو چې اوس یې شمېر ۱۱۰ ته لوړ شوی دی.
































