د چمن پرلت وهونک څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی و چې که غوښتنې یې و نه منل شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لویه لاره او د چمن او کوټې تر منځ لارې به بندې کړي. د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق خان وایي د پرلت دویم پړاو یې پیل کړ. دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۱ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ په غبرګون اعتراض پیل کړی د پاکستان حکومت له لوري یې د غوښتنو نه منل کېدو په غبرګون کې یې نن د افغانستان ـ پاکستان او کوټې- چمن ترمنځ لارې بندې کړې. دوی وايي، د دې اعتراض دوهم پړاو کاربندیز او د دولتي ادارو او لویو لارو بندول دي.
































