د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ورځو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي له امله یې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. د دوی په وینا، ډېری وخت یې د کار پر مهال برښنا نه وي چې له کبله یې زیانمن شوي او حکومت باید د برېښنا پرچاوۍ غم وکړي. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، برېښنا ته د ښاریانو د اړتیا زیاتېدو له امله کابل ښار کې د برېښناپرچاوۍ زیاته شوې. د برښنا شرکت ویاند وايي، دغه شرکت د شنبې په ورځ له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا مزي د غځولو هوکړهلیک له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی چې د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
































