د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په کلیوالو سېمو کې له تازه راستنوشویو کډوالو سره مرستې کوي. دغه اداره که څه هم چې له پاکستانه د را ستنوشویو افغان کډوالو سره د نورو ادارو په څېر په مستقیم ډول مرستې نه کوي، خو پرون یې پر خپلې ایکس پاڼې په یوه بیان کې لیکلي و، چې د راستنوشویو کډوالو له کوربه کلیوالو سیمو سره د کرنیزو تخمونو، د څارویو د ساتنې او په نورو اقتصادي برخو کې ورسره د مرستې کولو په موخه چمتووالی نیسي. همدا راز د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام بیا پرون د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو، چې له پاکستانه افغان کډوال په داسې حال کې افغانستان ته راستنېږي، چې هیڅ د سرپنا ځای هم نه لري او زیاته کړې یې ده، چې د دې ناورین ډېر تاوان افغان ماشومان پرې کوي.
































