له تېرې ورځې راهیسې د خیبر پشتونخوا په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د شړلو بهیر چټک شوی او د پېښور په ټولو سیمو کې د افغان کډوالو نیونه په پراخه توګه پیل شوې ده. ګڼ شمېر هغه افغانان چې په پېښور کې اوسېږي وايي چې لا هم د هغوی د پلټنې لپاره پولیس کورونو ته نه دي ورغلي؛ خو له ښارونو او بازارونو یې هغه افغانان نیولي چې د دوی په وینا اسناد یې بشپړ نه دي. د پېښور پولیسو که څه هم چې تر اوسه پورې د نویو نیول شویو افغان کډوالو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو په خیبر پښتونخوا کې د دغه نوي بهیر د پیلېدا پخلی کړی او د نیول شویو کډوالو شمېر یې سلګونه کسان یاد کړي دي.
































