د بلخ پوهنتون څخه نږدې ۱۵۰۰ محصلین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. د دغه محصلینو شمېر چې ۱۴۷۲ تنو ته رسیږي، د څلور کلنې تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته د بلخ پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه فارغ شول. فارغ شوي محصلین له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د کار زمینه ورته برابره کړي. د بلخ پوهنتون رییس وايي، د محصلینو د تحصیلي درجو لوړولو لپاره کلکه اراده لري او یادو محصلینو ته يې ډاډ ورکړ چې د خپلو ریشتو اړوند به ورته په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي.
































