د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، کرن ډېکر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، خوښه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان هره ورځ زرګونه راستنو شویو افغانانو سره د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې مرستې کوي. اغلې ډېکر لیکلي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان خوندي سرپناه، درناوي او خوندیتوب ته اړتیا لري. نوموړې په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو تر څنګ د لنډمهالې سرپناه او نغدي مرستې هم کوي.
































