افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د ماینونو له منځه وړلو عملیات روان دي. اوچا ویلي، افغانستان کې د ماینونو پاکولو همکارانو لخوا د ۱۹۸۸ کال راهیسې تر دې دمه ۱۳ میلیونه ناچاودي توکي پاک شوي دي چې ۷۶۴ زره یې د پرسونل ضد او ۳۳ زره او ۴۶۰ یې د وسایطو ضد ماینونه دي. د یاد دفتر په خبره، افغانستان لا هم د ځمکې پر سر په ماینونو تر ټولو ډېر پوښلی هېواد دی.
































