د بدني روزنې او سپورټ ادارې تر چتر لاندې د لوبغاړو ۱۳ کسیز ټیم د رزمي لوبو په فیسټوال کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته روان شو. ټاکل شوې، چې پر افغانستان سربېره به د رزمي لوبو په دغه فیسټوال کې د ۱۲ نورو هېوادونو لوبغاړي او ورزشکاران هم ګډون وکړي. ایران هېواد ته د ورزشکارانو د دغه سفر په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړي به په یاد فیسټوال کې ښه ځلېږي او غوره لاسته راوړنې به ولري. نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ وښود، چې د روانې میاشتې په جریان کې به د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ هم ترسره شي. د رزمي لوبو یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.
































