د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سبا او بله ورځ د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واورې ورېدو، تېز اورښت او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. په دغو ولایتونو کې بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، سرپل، غور، سمنګان، بغلان، پنجشېر پروان، میدان وردګ، غزني بامیان، دایکندي، هرات او سالنګونه شامل دي. یاد وزارت ویلي، د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له لسو څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
































