د بامیانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۲۳ روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یادو مرکزونو د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر جعفر ذکي وویل چې دغه مرکزونه د ملګرو ملتونه د پراختیایي پروګرامونو دفتر په مالي ملاتړ په ۷ ولسوالیو کې جوړ شوي چې پرې ۴۲۰ زره ډالره لګښت راغلی دی. ډاکتر ذکي زیاته کړه چې له ډلې یې ۱۱ مرکزونه پاخه او ۱۲ نور یې په خامه توګه د اتو خونو، احاطې او نورو امکاناتو په لرلو سره جوړ شوي دي. نوموړي وویل چې دغه مرکزونه ماشومانو داخلې، زېږنتون، خوارځواکۍ، له زېږون مخکې او وروسته ساتنې څانګو کې فعالیت کوي.
































