د پلټنې یا بازرس اداره وایي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د فساد د ادعاوو په اړه ددوی پلټنې دوام لري. ددغه ادارې مشرې غزال حارس نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې د فساد د ادعاوو څېړنه کړې ده او په پاتې ۳۰ ولایتونو کې به هم ددوی پلټنې روانې وي. د نوموړې په خبره په دې لړ کې یې د فساد ګڼ موارد کشف کړي دي چې د دقیقې څېړنې او پرېکړې لپاره ډېر وخت غواړي. نوموړې ویلي د فساد په اړه ځينې ادعاوې بې اساسه وې، خو ځينې یې دقیقې وې چې دوی به یې په اړه ژر پرېکړه کوي. حارس وايي د وینټلاټورونو په اړه هم د یوه خبري اژانس ادعا بې اساسه وه او دوی ته د اسنادو په برابرولو کې پاتې راغلي دي. هغې همدا راز په دې خبري غونډه کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت او ولایتي ادارو ځینې چارواکي به له وظیفوي صلاحیتونو په سو استفادې او د فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي کوي خو د چا نوم یې یاد نه کړ. حارس وايي دوی د فساد اړوند د ټولو ادعاوو څېړنې او پلټنې ته ژمن دي خو په دې برخه کې یې له رسنیو او اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د نوموړې په خبره له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په لګښت کې پراخ فساد موجود دی، په لوړو بیو توکي اخیستل شوي، غیر اړین توکي پېرل شوي، د پیسو د حیف میل لپاره سیستماتیک کار شوی دی چې دا هر څه به ولس ته واضح کېږي او په اړه به یې عدلي او قضايي ادارې پرېکړه کوي.
































