د چمن – کویټې د لارې د بندېدو پر دوام، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې سوداګریز مسایل باید سیاسي نشي. کندهار کې یو شمېر سوداګر هم وایي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د خنډونو جوړول، د دواړو هېوادونو ولسونو ته زیان رسوي. د چمن- کوټې تر منځ لار د دوشنې په ورځ پر سپین بولدک دروازه د پاسپورټ په وسیله د تګ راتګ په غبرګون کې یوه لاریون په ترڅ کې وتړل شوه. ورته مهال، د کندهار سوداګر له اعتراض کوونکو غواړي، چې له خنډ پرته د سوداګریزو توکو پر مخ لار خوشې کړي. له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان په چمن کې پر مېوو بار شاوخوا ۳۰۰ موټر او همداراز سپین بولدک کې پر انارو او وچه مېوه بار ګڼ شمېر لارۍ درېدلې دي، د مسوولانو په خبره، که لار همداسې بنده پاتې شي، ټولې مېوې به له منځه ولاړې شي.
































