د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته ویلي دي افغان حکومت تل د سولې لپاره حسن نیت ښودلی دی او اوس هم د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری لري. د نوموړې په خبره د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره بشپړ تدارکاتي، محتوايي او تخنیکي تیاری لري. ناجیه انوري دغه راز وايي چې د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی مذاکراتو ته بشپړ تیاری لري او په هر ځای او هر وخت کې د خبرو د پيل لپاره تیار دي. نوموړې د زندانیانو د تبادلې لپاره هم ویلي چې افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشي کړي دي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.
































