د سرپل ولایتي چارواکي وايي چې هره ورځ د دغه ولایت د قشقري نفتو څاګانو څخه ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي. د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه، د قشقري نفتو تاسیساتو څخه د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه له یادې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د قشقري بلاک د هېواد ستره شتمني بللې ده. نوموړي ویلي، چې قشقري د نفتو څاګانې د افغانانو ملي شتمني ده او په عوایدو به یې د هېواد بیارغونه او پراختیا کې ګټه واخیستل شي. په ورته مهال د یاد ولایت والي زیاته کړه چې د قشقري عوایدو یوه برخه د سرپل بیارغونې او پراختیايي پروژو کې لګول کېږي چې په وینا یې، ځینې نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري.
































