د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د ۱۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې د ۳۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې وه. د وچې میوې د صادراتو د پراختیا اداره وايي، د وچې میوې د صادراتو زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې د هوايي دهلېزونو لارې الوتنې زیاتې شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان ډيره میوه هند او اورپايي هېوادونو ته صادریږي او دغه خونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
































