دپکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، د روان کال په لومړۍ او دویمه ربعه کې یې شاوخوا ۹.۵ میلیونه افغانۍ ثابت او غیر ثابت عواید راټول کړي دي. د ښرنې ښاروالۍ ریاست مسوولینو ولس ته د حساب ورکونې په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د راټولو شویو عوایدو ډیری برخه یې بیرته په دغه ولایت کې په پراختیایي پروژو باندې لګولې ده. په یاده جوړه شوې غونډه کې ډیر شمېر ښاریانو هم ګډون کړی وو او د ښاروالۍ د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې ویلي چې د ښاروالۍ ریاست باید لا ډېرو نورو اړینو پروژو ته اړتیا ده، پاملرنه وکړي. د یادولو وړ ده چې د ښرنې ښاروالۍ په مرکز ښرنه کې په پاخه او اساسي ډول د څو سړکونو د پخولو او بیا رغولو ترڅنګ، د رڼايي لپاره د لمریزې برېښنا ګروپونه، لسګونه غرفې او دې ته ورته نورې پروژې پلې کړې دي.
































