روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې په راتلونکي لوی اختر کې دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. د یاد وزارت په خبره، د کرونا د پراختیا ګواښ لا هم موجود دی او خلک دې په لوی اختر کې د کوچني هغه تېروتنې نه تکراروي. روغتیا وزارت دغه راز په هېواد کې د کرونا وبا د ۴۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو راپور ورکړی دی چې په دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶ تنو ته رسېدلی دی. یاد وزارت وایي، په همدې موده کې پر کرونا ویروس اخته ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۲۰ نور بیا بېرته روغ شوي چې ورسره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زره او ۲۴۷ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۴ زره او ۷۹۳ ته پورته شوی دی.
































