د عامې روغتیا وزارت سرپرستکندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې اوسمهال د هېواد په کچه د ۲۸۵ روغتونونو د جوړېدو لړۍ روانه ده. نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه فعال دي او پلان لري، چې په پاتې نورو ولسوالیو کې هم د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړ کړي. د ده په خبره دمګړۍ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۲۸۵ اته بستریز روغتونونو د جوړېدو لړۍ روانه ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړې چې سلګونه کسانه یې بېلابېلو هېوادونو ته د تخصصي پروګرامونو لپاره لېږلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
































