یو شمېر چینايي پانګوالو د ریاست الوزرا د سیاسي معاوونیت دفتر له رییس سره په کتنه کې ویلي، په پام کې لري چې په افغانستان کې د کاني موادو د تحلیل او پېژندنې لپاره یو معیاري لاربراتور جوړ کړي. د سیاسي معاوونیت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چینايي پانګوالو له رامنځته شوي امنیت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی به د کانونو د اکتشافي مراحلو په برخه کې لویه پانګونه وکړي. په همدې حال کې د سیاسي معاوونیت د دفتر رییس په افغانستان کې د چینايي پانګه والو پانګه ونه مهمه بللې او د هر ډول اسانتیاوو ډاډ یې ورکړی.
































