سپینې ماڼۍ د کرونا وبا د پراختیا له احتمالي ګواښونو سره سره د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول ویلي، که چېرته دا ثابته هم شي چې ماشومان کرونا ویروس لېږدولی شي، نور باید په امریکا کې ښوونځي پرانیستل شي. د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې امریکا کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي. تر دې وړاندې هم د سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې غبرګون کې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیال جوبایډن ویلي و چې ټرمپ د خپلو کمپایني غونډو لپاره دا کار کوي او پر خلکو یې غږ کړی و چې څو دا وبا په بشپړه توګه ورکه شوې نه وي له خپلو کورونو دې نه راوځي.
































