د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د دوی له ملاتړه برخمن ۳۰زره رضاکاره روغتیايي کارکوونکي په کلیوالي سیمو کې تر ټولو زیانګالو کسانو ته روغتیايي خدمات رسوي. د یونیسف د افغانستان څانګې پرون په خپله ټویټر پاڼه د شکېبا اعتمادي په نوم د خپلې یوې رضاکارې روغتیايي کارکوونکې په اړه په یوه ویډیو کې تفصیلات خپاره کړي چې په دغو ۳۰زره محلي روغتیايي کارکوونکو کې شامله ده. د دې ادارې په وینا مېرمن شکېبا ویلي، دوی کمزوري ماشومان معاینه کوي که په خوارځواکۍ اخته وي کورنیو ته یې سلا مشوره ورکوي، یا یې هم روغتیايي کلنیک ته لېږي.
































